د نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې استرالیا پاکستان ته د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۳ منډې جوړې کړې.

0
140

باغي ټي وي رپورټ

اسټرالیا پچه وګټله او د پاکستان پر وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان له لوري اسامه میر دوه، حارث رؤف او محمد نواز یوه یوه وکټه واخیسته او یو لوبغاړی رن آوټ شو.

په نننۍ وارم اپ میچ کې د مرستیال کپتان شاداب خان مشري کوي او بابر اعظم او محمد رضوان ته آرام ورکړل شوی دی.

له دې وړاندې پاکستان په خپله لومړۍ تمریني لوبه کې نیوزیلینډ ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړې وه.

Leave a reply