په پاکستان کې په ناقانونه توګه د مېشتو ټولو بهرنیانو د ایستلو وروستۍ پرېکړه شوې ده.

0
151

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو له مخې داپکس کميټۍ په غونډه کې دنيشنل ايکشن پلان لاندې دغيرقانوني بهرنيانو په اړه مهمه فيصله وشوه چې په پاکستان کې په غيرقانوني توگه ميشت ټول بهرنيان به بيرته اخستل کيږي.

سرچینې وايي چې یوازې هغه افغان کډوال چې د “د راجسټریشن ثبوت” سره به په پاکستان کې د اوسیدو وړ وي، په داسې حال کې چې د منظم قانوني ویزې درلودونکي افغان اتباع به هم پاکستان ته د تګ وړ وي.

د سرچينو له مخې پاکستان په پام کې لري چې غيرقانوني بهرنيانو ته له هيواد څخه د وتلو وروستى مهلت ورکړي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټول غير قانوني بهرنيان به اړ وي چې خپلې ټولې شتمنۍ وپلوري او تر ټاکلې مودې وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او له ټاکلي مودې وروسته به بهرنيان ويستل کېږي او جايدادونه به يې ضبط کېږي.

سرچینه وايي، افغان اتباع به یوازې د ډیجیټل شوي “ای تذکرې” له لارې پاکستان ته سفر کولی شي.

Leave a reply