شیخوپوره کښي د خسر لخوا د ماشومانو په مخ کښي د خسر د وحشیانه تشدد ویډیو وائرل شوی وه چی پکښي مقدمه درج کړی شوی وه ولی پولیس تر دی دمه ملزم ګرفتار کړی نه دی.

0
126

باغي ټي وي رپورټ

د پولیسو په وینا د تشدد د قرباني شوې ښځې مېړه د کار لپاره جنوبي افریقا کې دی، د پېښې په ورځ د تورن دویم زوی د تشدد ویډیو جوړه کړه او خپلو خپلوانو ته یې واستوله، چې وائرل شوه. په ویډیو کې یو بوډا سړی لیدل کیږي چې د ماشومانو په مخ کې یوه ښځه شکنجه کوي.

پوليس زياتوي چي د جنډياله شيرخان کښي د پلار په ضد د تشدد مقدمه درج کړے شوي ده۔

د ايف آئي آر ترمخه ملزم لطيف په خپله لور تشدد کړے دے د تشدد دوران ملزم خپله لور ته د سختو عواقبو ګواښونه کړي دي۔

د پوليس وينا ده چي ملزم په منډي جبران کښي د سامان اخستلو او خرڅولو کار کوي، د ملزم ګرفتارولو لپاره په منډي جبران کښي هم چاپه وهلې شوې، د ملزم زوئ ګرفتار کړے شوے دے۔

بل خوا متاثره مېرمن وايي چې کله يې د خسر سره بد چلند کاوه نو لاس يې پورته کړ، دا زموږ کورنۍ ستونزه وه چې هواره شوه.

Leave a reply