مجاهد: د روان کال په بودجه کې پراختیايي برخې ته زیاته پاملرنه شوې ده

مجاهد: د روان کال په بودجه کې پراختیايي برخې ته زیاته پاملرنه شوې ده
موږ په هر ولايت کې پرمختيايي پلانونه او پروژې لرو او دا پروژې لويې پرمختيايي پروژې دي چې د بندو پر نفوسو او د سړکونو او نورو سکتورونو په ابادۍ به ښه اغېز وکړي.
په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت ټینګار کوي، چې د روان کال عملي کېدل به افغانستان په منځمهاله توګه پر ځان بسیا کړي.
(2023 / 9 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي امارت مسؤلین وايي، د ۱۳۰۲ لمریز کال بودیجه چې د کورنیو چارو او ولایتونو لپاره ځانګړې شوې وه، وېشل کېږي.
که څه هم د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د روان کال د پراختیايي بودیجې د اندازې په اړه دقیق ارقام نه ورکوي، خو وايي چې د دې بودیجې لویه برخه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې په لویو پروژو، د اوبو او سړکونو په بندونو لګول کیږي.
ښاغلي مجاهد په دې اړه وویل: د اسلامي امارت د ۱۴۰۲ لمریز کال د بودیجې تړون لاسلیک شوی او اوس د توزیع او تطبیق په حال کې دی.
او د ټولو وزارتونو لپاره کافي بودیجه په پام کې نیول شوې ده او د تېر کال په پرتله ښه ګام دا دی چې د روان کال په بودجه کې زیات پراختیايي سکتور په پام کې نیول شوی دی.
موږ په هر ولايت کې پرمختيايي پلانونه او پروژې لرو او دا پروژې لويې پرمختيايي پروژې دي چې د بندو پر نفوسو او د سړکونو او نورو سکتورونو په ابادۍ به ښه اغېز وکړي.
اړوند موضوعات:
کلیو پراختیا وزارت لوګر او کاپیسا ولایتونو کې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت ټینګار کوي، چې د روان کال عملي کېدل به افغانستان په منځمهاله توګه پر ځان بسیا کړي



