باغي ټي وي رپورټ
له جدې څخه لاهور ته د الوتنې PK 760 الوتنې پر مهال په AP یونټ کې د اور لګېدنې پېښه رامنځ ته شوه، چې له هغې وروسته د الوتنې د لغوه کولو په ترڅ کې 275 مسافر یو هوټل ته انتقال شول.
د ګوجرانواله اوسېدونکی ۳۱ کلن ذکیس احمد له نورو مسافرو سره په هوټل کې ناست و چې ناڅاپه یې د زړه حمله وشوه، چې وژونکی ثابت شو.
د مسافرو د ملګرو په وینا، پولیسو د عمرې ځوان مړی د قانوني مراحلو لپاره په خپله تحویل کې اخیستی دی.
د پي آی اې وياند د دغه ځوان د مړينې پخلی کړی او ويلي يې دي چې مړی يې د جدې ځايي روغتون ته لېږدولی دی.
د وياند په وينا، د دغه ځوان مړى به تر دوو درې ورځو پورې د کړنلارې تر بشپړېدو وروسته هېواد ته ولېږدول شي.










Leave a Reply