پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د پي ټي آئي په چيئرمېن، مشرانو او کارکنانو باندې د نهم مې د پېښې پړه اچولو لپاره د ګډې پلټنيزې ډلې (جي آئي ټي) رپورټ رد کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي وياند وئيلي دي چي د نهم مئي پيښي د تحريک انصاف په خاصه توګه د پي ټي آئي چيرمين سره هيڅ تعلق نه لري، دغه جعلي رپورټ د نهم مئي پيښو د اصلي ملزمانو د بچ کولو کوشش دے.
د وياند ترمخه د پي ټي آئي چيئرمېن د خپل ګرفتارۍ نه پس سپريم کورټ کښې د نهم مئي د پېښو غندنه کړې وه۔ د پي ټي آئي وياند په خپل بيان کښې زياته کړې ده چې د جے آئي ټي جعلي رپورټ تر آزادو تحقيقاتو پورې هيڅ حيثيت نه لري، د جے آئي ټي د جعلي رپورټ خلاف به پوره قانوني کاروائي کوي۔
هغه وويل د مئ د نهمې نيټې د واقعي مسؤليت ټاکلو لپاره به قانوني، آئيني او سياسي لاره خپله کړي.






