سپريم کورټ د جائيداد په مقدمه کې د عدالت وخت ضايع کولو په وکيل باندې يو لاکه روپۍ جرمانه لګولې ده.

0
167

باغي ټي وی رپورټ

د چیف جسټس قاضي فائز عیسی په مشرۍ کې درې کسیزه بنچ د ملکیت کیس اورېدنه وکړه.

سترې محکمې وکيل غلام فريد ته د عدالتي وخت ضايع کولو په تور د يو لاکه روپو جريمې ورکولو امر کړی دی.

سترې محکمې وويل چې تر دې وړاندې هم بې ځايه او بې بنسټه مقدمې ښودل شوې دي، عدالت عموماً انعطاف څرګندوي.

سترې محکمې ویلي چې درخواست کوونکي په تیرو وختونو کې بې اساسه او جعلي مقدمه درج کړې وه چې له امله یې جریمه شوې وه.

سپريم کورټ حکم ورکړو چې د هرجونو رقم دې اړخونو ته ادا کړے شي، د تاوانونو نه ادا کولو لپاره د سول عدالت فورم موجود دې۔

ياده دي وي چي هائي کورټ هم درخواست کونکي ته دوه لاکه روپئ جرمانه کړي وو

Leave a reply