د مئ په نهمه نيټه د جناح هاؤس حملې پشمول نورو کيسونو کښې مهم پرمختګ شوې دې۔

0
87

باغي ټي وی رپورټ

استغاثې د ترهه ګرۍ ضد عدالت کښې د نهم مئي جناح هاؤس حمله او نورو کيسونو چالان جمع کړې دې۔

د پي ټي آئي چيرمين عمران خان، پخواني ګورنر عمر سرفراز چيمه او د پنجاب د صحت پخوانۍ وزيرې ياسمين راشد نومونه د مئ د نهمې نيټې د سانحې کيسونو په چالانونو کښې عدالت ته وړاندې کړې شوي دي.

دې نه علاوه په چالان کښې خدیجه شاه او صنم جاوید په شمول نور ملزمان هم شامل دي.

استغاثه د جناح هاؤس بريد، عسکري ټاور بريد، د شادمان پوليس سټېشن سوځولو او شېرپاؤ پل د اور وژنې په مقدمه کې هم چالان جمع کړی دی.

ياده دې وي چې د مې په نهمه نېټه د عمران خان تر نيول کېدو وروسته د پي ټي ايي فعالانو د مهمو دولتي او دفاعي ادارو ودانۍ په نښه کړې وې چې په ترڅ کې يې د شهيدانو يادګارونه هم زيانمن شوي وو.

د مې د نهمې پېښې وروستو قانون نافذونکو ادارو د پي ټي ائي په ضد کریک ډاؤن کړی او د اعجاز چوهدري، میاں محمود، شهریار آفریدي، عمر سرفراز، یاسمین راشد او نورو په شمول یې ګڼ مشران نیولي دي.

Leave a reply