د مسلم ليګ نون مرکزي مشر خواجه اصف وايي، د شهباز شريف د قيام په اړه په پيغامونو کې هيڅ حقيقت نشته.

0
159

باغي ټي وی رپورټ

سيالکوټ کې ميډيا سره خبرو کې خواجه اصف وويل چې د شهباز شريف په اړه داسې خبرونه گردش کوي چې هغه دوه ورځې پاتې شو او بيرته روان شو.

ياده دې وي چې په ميډيا کې داسې خبرونه گردش شوي وو چې شهباز شريف په ګوجرانواله کې له يو مهم کس سره ليدلي او بله ورځ يې د روغې جوړې پيغام سره لندن ته روان شو.

خواجه اصف ویلي چې د شهباز شریف د جوړ جاړي په پیغامونو کې هیڅ حقیقت نشته، شهباز شریف له نواز شریف سره د ټاکنو او نورو سیاسي مسایلو په اړه هم سلا مشورې وکړې.

پخواني دفاع وزير وويل چې نواز شريف به د اکتوبر په ٢١مه هېواد ته راستون شي، نيت يې روښانه دى، دوى د نوازشريف د راستنېدو لپاره پوره چمتووالى لري.

ده ووئيل چې د نواز شريف د واپسۍ په مهال د نيولو په اړه هيڅ هم خبرې نه شي كولې٬ زمونږ د قانون پخوانې وزير نذير تارړ دې معاملې څاري۔

Leave a reply