د کراچۍ پوليسو په شاه فيصل کالونۍ کښې د کارخانې د ملازمينو نه ډک بس لوټونکي درې ملزمان ګرفتار کړي او د ملزمانو قبضې نه ئي وسله او لوټ شوي سامان هم برآمد کړے دے۔
باغي ټي وی رپورټ
د پوليسو د چارواکو په وينا، د سپتمبر په ۱۳مه سهار په کراچۍ کې، تورنو کسانو د شاه فيصل کالونۍ په درېيمه سيمه کې د يوې ځايي کارخانې د کارکوونکو يو بس ودراوه او له ټولو کارکوونکو يې موبايل فونونه او نور توکي لوټ کړل.
پوليس د پيښي مقدمه درج کولو سره پلټني شروع کړي او تحقيقاتي پوليس دري ملزمان شهباز، داود او نويد نيولي دي۔
د پوليسو چارواکو وينا ده چې ملزم شهباز دپوليسو يونيفارم اغوستلو په مهال جرمونه کول او دغه ډله ئي هره ورځ دکورنګي په بيلا بيلو سيمو کې دترهه گرۍ په پيښو کې ککړه وه چې تر دې وړاندې هم درې واړه ملزمان نيولي شوي دي.
دپوليسو وينا ده چې ددغه نيول شوؤ نورو ملگرو لټون روان دى.