پنجاب کښې د مخصوص انجکشنونو له وجې د بصارت د لاسه ورکولو مقدمه کښې مهم ملزم نيولے شوے دے۔

باغي ټي وی رپورټ
د پنجاب حکومت د سرچینو له مخې د انجیکشن سکیم اصلي شکمن د فیصل آباد نه نیول شوی دی.
سرچينې وائي چې ملزم د لاهور نه بهر انجکشنونه ورکول او د پيښې وروستو څو ورځې پټ وو.
د سرچينو له مخې نيول شوى ملزم لاهور پوليسو ته سپارل شوى دى.
ياده دي وي چي تر دې وړاندي پوليس د پنجاب انجکشن سکیم کښي دوه ملزمان ګرفتار کړي وو، ملزم عاصم خالد د فيصل آباد نه پوليس ګرفتار کړے وو او بل ملزم بلال رشيد د عارفواله نه ګرفتار کړے شوے وو، د کومي په ضد ئي مقدمه درج کړے شوي وه۔
د انجیکشن درغلۍ
پنجاب کې تر دې دمه ۶۸ ناروغان د جعلي انجیکشنونو له امله مخې ته راغلي دي.
د درملو تنظیم کونکي ادارې په ټول هیواد کې روغتونونه او درملتونونه د اړونده انجیکشن کارولو څخه منع کړي دي.
د صحت نگران وفاقی وزیر ندیم جان وینا ده چی د سترګو نه متاثره شوی دوا ټوله ګیچ بازار نه ویستلی شوی او دا دوا بازار کښي د خرڅولو اجازت نه دے.
د سترګو د انجیکشن وړ څاڅکي د کارولو لپاره منظور نه دي: ډاکټر جاوید
ډاکټر جاوېد اکرم وايي، په سترګو کې د دې انجکشن د لګولو مشوره چا نه وه اخیستې، د دې انجکشن لپاره هم د ډریپ اجازه نه وه اخیستل شوې.
هغه وويل چې مجرمانو ته به سزا ورکړل شي، د پينځوؤ کالو ډيټا راغونډوي، په درغلۍ کې ککړو کسانو ته به هيڅ استثنا نۀ ورکول کيږي.






