په تورخم پوله به د ناقانونه او نشه ی توکو وړونکو ته اجازه ور نه کړل شي،ددوی په ضد به قانونی کاروای کیږي:خواجه نعیم

0
92

باغی ټی وی رپورټ

لنډي کوتل.د پیښور کسټم هاوس کلکټر انفورسمنټ د تورخم ګمرک سټيشن دوره وکړه.
تورخم ته د سفر پر مهال د پېښور د ګمرک نوي ګمارل شوي کلکټر خواجه نعیم په تورخم کې د ګمرک د اعلامیې میز، د مسافرینو تالار،یو.شمیر مهمو ځایونو ، د وارداتي دروازې، ګېټ آوټ، ایکسپورټ ګېټ ان او ګېټ آوټ معاینه وکړه.

په دي موقع ايډيشنل کلکټر ذاکر محمد، ډي سي علي حسن رضا او نور اهلکار هم موجود وو۔ په دې موقع کلکټر انفورسمنټ اوویل چې هیچا ته به د بهرنۍ کرنسۍ، نشه ایزو موادو او غیرقانوني څیزونو د قاچاق اجازه ورنکړي او د قاچاقبرانو په ضد به سخته کاروای کوي، هغه د عملې نه وغوښتل چې مسافرو ته دې د مسافرو په تالار کې هر ډول ممکنه سهولتونه ورکړي چې په تورخم پوله زاړه افغانان ماشومان او ښځې په اسانې سره تګ راتګ وکړي.

هغه وویل، ګېټ ان او ګېټ آوټ باید په داسې وخت ترسره شي ترڅو د موټرو کلیرینس ګړندۍ شي،هغه زیاته کړه چې سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته به اسانتیاوې برابرې کړي چې د هیواد اقتصاد پرمختګ وکړي.

Leave a reply