افغان کرېکټ ملي لوبډله نړیوال جام کې د ګډون لپاره هند ته لاړه

افغان ملي لوبډلې عربي متحده اماراتو کې نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره له لس ورځني تمریناتي کمپ وروسته هند ته تللی دی.
د هند په کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشتې په پنځمه نېټه به پیل شي او د نومبر تر ۱۹مې به دوام وکړي.
افغانستان دغه جام کې خپله لومړۍ لوبه د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې سره کوي.
(2023 / 9 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبدله د هند په کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د ګډون لپاره بېګاه له متحده عربي اماراتو څخه هند ته لاړه.
افغان ملي لوبډلې عربي متحده اماراتو کې نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره له لس ورځني تمریناتي کمپ وروسته هند ته تللی دی.
د هند په کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشتې په پنځمه نېټه به پیل شي او د نومبر تر ۱۹مې به دوام وکړي.
اړوند موضوعات:
د سویلي افریقا ښځینه کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته د خپل لومړي سفر لپاره کراچۍ ته ورسیده. ا ا ا ا