امریکا د مسکو غونډې ته نه ده بلل شوې

0
187

امریکا د مسکو غونډې ته نه ده بلل شوې

هغه زیاته کړه: “د روسیې، چین، پاکستان او ایران څلور اړخیزه ډله خپل ځای نیولی دی، دا بڼه اوس هم کار کوي.”

د مسکو فارمټ غونډه به د روان کال د سپټمبر په ۲۹مه ترسره شي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی په دې غونډه کې د ګډون لپاره تیره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته تللی دی.

 

(2023 / 9 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، امریکا ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ د میزان په ۳مه له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: “نه، موږ د امریکا د متحده ایالاتو استازي ته بلنه نه ده ورکړې او نه مو کوم پلان درلود.”

هغه زیاته کړه چې د افغانستان په اړه د تریکا خبرې چې امریکا هم پکې ګډون درلود اوس په عملي توګه له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه: “د روسیې، چین، پاکستان او ایران څلور اړخیزه ډله خپل ځای نیولی دی، دا بڼه اوس هم کار کوي.”

اړوند موضوعات:

د ا.ا.ا وایي چې د مسکو غونډه کې لۀ روښانه او واضح دریځ سره ګډون کوو  

د مسکو فارمټ غونډه به د روان کال د سپټمبر په ۲۹مه ترسره شي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی په دې غونډه کې د ګډون لپاره تیره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته تللی دی.

Leave a reply