د فساد ضد ادارې خاور فرید مانیکا نیولی.

0
246

باغي ټي وي رپورټ

له اداري فساد سره د مبارزې وياند د خاور فريد مانيکا نيول تاييد کړل او ويې ويل، چې خاور مانيکا په دولتي ځمکو کې د ناقانونه ودانيو په تور نيول شوى دى.

د وياند ترمخه خاور مانيکا په هديره کښې د غيرقانوني ودونو هال جوړولو تور لګولې دې او ډپټي کمشنر د هغه خلاف ريفرنس انکوائري کوي۔

سرچینه زیاتوي، چې خاور مانیکا له هېواده د تېښتې هڅه کوله او هوايي ډګر ته څېرمه ونیول شو.

بل خوا د پاکستان وفاقي تحقیقاتي اداره (ایف آی اې) وايي چې د ایف آی اې امیګریشن خاور مانیکا هغه مهال دوبۍ ته پر لاره ودروله چې هغه د یوه بهرني هوايي شرکت له لارې دوبۍ ته روانه وه.

ایف آی اې وايي د خاور مانیکا نوم په ای سی ایل کې د اچولو له امله دوی بند کړل شوي، خاور مانیکا دوبۍ ته د تللو لپاره لاهور هوايي ډګر ته رسېدلی و، هغه د فساد ضد ډلې ته سپارل شوی دی.

Leave a reply