په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي
په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي
د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصرخان افریدي وايي، تر اوسه ۱.۳ میلیونه کډوال ثبت شوي او شناختي کارډونه یې ترلاسه کړي دي.
د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، په پاکستان کې شاوخوا 68.8 سلنه افغان کډوال په ښاري او نیمه ښاري سیمو کې ژوند کوي او 31.2 سلنه نور د کلیو په ګډون په 54 مختلفو سیمو کې ژوند کوي.
(2023 / 9 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له نوي پرمختګ وروسته د دغه هېواد څه باندې ۶۰۰ زره اتباع پاکستان ته کډوال شوي دي.
د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د دې کمیشنر لخوا د جون په میاشت کې خپاره شوي احصایې ویلي چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو شمیر 3.7 ملیون دی.
د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصرخان افریدي وايي، تر اوسه ۱.۳ میلیونه کډوال ثبت شوي او شناختي کارډونه یې ترلاسه کړي دي.
د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، په پاکستان کې شاوخوا 68.8 سلنه افغان کډوال په ښاري او نیمه ښاري سیمو کې ژوند کوي او 31.2 سلنه نور د کلیو په ګډون په 54 مختلفو سیمو کې ژوند کوي.
اړوند موضوعات:
د ملګرو ملتونو د راپور پۀ اساس سږکال ۵۰۰ زره افغانان ایران ته کډوال شوي دي
د دغه راپور له مخې تر پنځوس سلنې زیات افغان کډوال په خیبر پښتونخوا ایالت کې ژوند کوي.