د پاور ډويژن سيکرټري راشد لنګريال څرګنده کړې ده چې مردان کښې د 34 اربه روپو په ارزښت بجلي ورکول کيږي، 23 اربه ترلاسه کيږي ولي د بجلۍ کلني خساره د 11 اربه روپو نه زياته ده۔

0
143

باغي ټي وي رپورټ

د پاور ډويژن وفاقي سيکرټري وويل د مردان په نسبت په سوات کښې د بجلۍ غلا نه دوه اربه روپۍ تاوان اوړي۔

راشد لنګریال وايي، په ایسکو سیمه کې د برېښنا د غلا په تور ۳ نور کسان نیول شوي او په سیمه کې تر ۱۰۰۰ ډېر برېښنا چور هم نیول شوي دي.

هغه وويل چې دبريښنا چور په ضد عملياتو کې تر شپږ نيم ميليونه زياتې روپۍ جريمه شوي دي.

بل لوري ته تر دې دمه په حېسکو سيمه کې د بجلۍ چور څخه يو ارب 62 کروړه روپۍ ترلاسه شوي دي.

د حېسکو وياند ترمخه تر دې مهاله د سرغړونکو په ضد ۳۱۵ مقدمې درج شوي او ۳۱ کسان نيول شوي دي.

بلخوا په سکر سيمه کې د بجلۍ چور او ناداره کسانو څخه يو ارب 2 کروړه روپۍ ترلاسه شوي دي او 442 بجلي چور نيول شوي دي.

Leave a reply