د جهلم سیند د کشمیر په دره کې مرکزي اهمیت لري، د سپټمبر په میاشت کې د جهلم سیند کچه په غیر معمولي توګه راټیټه شوې.

0
153

باغي ټي وي رپورټ

د جهلم د سيند کچه چې پخوا به د جنورۍ او فبروري په مياشتو کې وه، د سپټمبر په مياشت کې دې کچې ته رسېدلې ده.

د سیند د اوبو په سطحه کې یو څه زیاتوالی د سهار په ساعتونو کې لیدل کیږي، مګر د شپې په ساعتونو کې د اوبو جریان کمیږي.

د آزاد کشمیر پخواني وزیراعظم راجا فاروق حیدر خان د اوبو په مسله جیو نیوز سره خبرو کې ویلي چې د جهلم سیند اوبه په ختمیدو دي او د نیلم سیند د یخنۍ اوبه نه رسیدو له امله ګرمي زیاته شوې ده. مظفرآباد..

بل خوا د آزاد کشمیر د اوبو چارو کارپوه سید ابرار حیدر وايي، له سیندونو څخه مظفرآباد او میرپور ته د اوبو د نه رسیدو له امله به پنجاب د کرنیزو موخو لپاره هم د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ شي.

Leave a reply