په هند کې د آی سي سي نړیوال جام لپاره د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې د ویزو مسله ځنډول شوې ده

0
96

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه دهند دکورنيو چارو وزارت تر دې مهاله دپاکستان کرکټ ټيم د ويزو لپاره اين او سي نۀ دى جاري کړى.

د این او سي د نه ترلاسه کولو له امله د پاکستانۍ لوبډلې ویزې ځنډول کیږي، د ۲۵ کسیزې لوبډلې اسناد دوه اونۍ وړاندې استول شوي وو، خو په اسلام اباد کې عالي کمیشنر د ویزو ورکولو لپاره این او سي غواړي.

سرچینه زیاتوي، چې د کرکټ ملي لوبغاړو پاسپورتونه له اسیا جام څخه هېواد ته د راستنېدو پر مهال سپارل شوي دي.

د سرچينو له مخې پاکستان يواځينى ټيم دى چې تر دې مهاله ورته د هند ويزې نه دي جاري شوي او په پرله پسې تماسونو کې ورته ځواب ترلاسه کيږي.

د لومړني پلان له مخې ملي لوبډله په دوبۍ کې له پاتې کېدو وروسته هند ته روانه وه، چې د ویزو د ځنډ له امله به اوس لوبډله د سپټمبر په ۲۶ مه د دوبۍ له لارې هند ته ورسېږي.

سرچينې وائي چې پي سي بي هيله من دى چې تر دوشنبې پورې به ويزې جاري کړل شي

Leave a reply