ډاکټرانو د هغې ښځې لپاره چې د جنرال روغتون له دویم پوړ څخه یې ټوپ وهلې ۴۸ ساعته وخت مهم بللی دی
باغي ټي وي رپورټ
د هسپتال انتظاميې وینا ده چې د متاثره شوې ښځې دماغ سم کار نه کوي، ښځه اوس هم په وینټیلیټر باندې ده او د هغې لپاره ۴۸ ساعته ډیر مهم دي.
د هسپتال انتظامئي وینا ده چی د دغه زنانه تعلق د قصور سره دی چی دوه ورځی وړاندی ئي دریمه لور هم زیږولې ده.
د هسپتال انتظاميې ترمخه په قصور کښې د اپريشن نه پس د زنانه حالت خراب شوے وو چې له وجې تيره ورځ دغه ښځه د قصور نه د لاهور جنرل هسپتال ته منتقل کړے شوې وه چرته چې بيا د زنانه آپريشن کړے شوے دے۔
د هسپتال انتظاميي زياته کړي ده چي دغه ميرمن تيره ورځ د مزدوري کوټې د تشناب نه ټوپ وهلي وو چي له وجي ئي سخت ژوبل شوي وو او وينټيليټر ته منتقل کړے شوي وو۔