د اباسین کالم لیکونکو مشر او نامتو کالم لیکونکي ضیاءالحق سرحدي د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو څانګې نوي ټاکل شوي ډائرېکټر جنرل عمران خان سره په پېښور کې د هغه په دفتر کې وکتل

0
83

باغی ټی وی رپورټ

د اباسین کالم لیکونکو مشر او نامتو کالم لیکونکي ضیاءالحق سرحدي د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو څانګې نوي ټاکل شوي ډائرېکټر جنرل عمران خان سره په پېښور کې د هغه په دفتر کې وکتل او هغه ته یې د اطلاعاتو او عامه اړیکو څانګې د مشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او نيکې هيلې يې څرګندې کړې.په دې ناسته کې د دې صوبې د کالم ليکونکو او خبريالانو پر ستونزو په تفصيل سره خبرې وشوې او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تر منځ د نږدې او اغېزمنې اړيکې تر څنګ يې د هغو ستونزو د هواري او حل لپاره وړانديزونه وکړل.

ډائرېکټر جنرل عمران خان اوویل چې کالم ليکونکي د عوامو افکارو په روښانولو او د حکومت له نظره پټې ستونزې مخې ته راوړلو کې مهم کردار ادا کوي، کالم ليکونکي د اطلاعاتو د څانګې ترمېنځه نزدې رابطه لري او د حکومت لخوا د عوامو په مفاد کې د پورته کړو اقداماتو نه به خبر ساتل کيږي. دوی ډاډ ورکړ چې د کالم لیکوالو د ستونزو د هواري لپاره به ژر تر ژره ګامونه پورته کړي.په پای کې د اباسین کالم نویسو اتحادیې رییس ضیاءالحق سرحدي د ډائرېکټر جنرل عمران خان له لوري د هر ډول ممکنه مرستې ورکولو باندې ددهغوی څخه مننه وکړه.

Leave a reply