د سندهـ داخله محکمي د کراچۍ پشمول د صوبې په مختلفو ښارونو کښې د موټر سائيکل په دوه اړخيزه سوارۍ بنديز لګولې دې۔

0
168

باغي ټي وي رپورټ

د صوبې د کورنیو چارو وزارت له مخې دغه بندیز د ربیع الاول په 8 مه د خاموش ماتم او په 12 ربیع الاول د جلوسونو په تناظر کې لګول شوی دی چې په اړه یې نوټیفیکیشن هم جاري کړی شوی دی.

د نوټيفيکيشن له مخې په کراچۍ، حيدراباد، دادو، نوابشاه، خيرپور، سکر، گھوټکي او لاڑکانه کې د ربيع الاول په 12مه نيټه هم په ډبل سوارۍ بنديز لګول شوى دى.

نوټيفيکيشن کښي وئيلي شوي دي چي دکراچئ شرقي ضلعو کښي به په 8، 11 او 12 ربيع الاول باندي په ډبل سواري بنديز لګولي شي، په مرکزي ضلع کښي به په 11 او 12 ربيع الاول او په کيمري ښار کښي به په دوه ورځي پابندي لګولي شي۔ او جنوب ته به د ربیع الاول په 7، 8، 11 او 12 نیټه دوه ګونی سواری منع وی.

Leave a reply