د افغانستان او چین تر منځ د ګډ کار درې ګونې کمېټه جوړېږي 

0
209

د افغانستان او چین تر منځ د ګډ کار درې ګونې کمېټه جوړېږي 

مجاهد دغه راز څرګنده کړې چې چین له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی او د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت یې د خوراکي او روغتیایي توکو مرستې ژمنه هم کړې ده.

 

(2021 / 10 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په یو غږیز پیغام کې ویلي چې په دوحه کې د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې پرېکړه شوې ده چې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پراخیتا لپاره درې ګونې کمېټه خپل کارونه پیل کړي.

د نوموړي په خبره، د دې کمېټو له ډلې یوه به یې د سیاسي او ډیپلوماټیکو موضوعاتو لپاره وي، دویمه به د چین او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا لپاره او دریمه هغه به په ځانګړې توګه په افغانستان کې د چین د پروژو د عملي کولو، د استخراجاتو او نورو داسې پروژو په برخه کې کار کوي چې مستقماً د افغانستان پر اقتصاد مثبت اثر لري.

اړوند موضوعات: 

د افغانستان، پاکستان، هند او چین تر منځ څلور اړخیزه غونډه وشوه 

مجاهد دغه راز څرګنده کړې چې چین له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی او د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت یې د خوراکي او روغتیایي توکو مرستې ژمنه هم کړې ده.

Leave a reply