د افغانستان، پاکستان، هند او چین تر منځ څلور اړخیزه غونډه وشوه

د افغانستان، پاکستان، هند او چین تر منځ څلور اړخیزه غونډه وشوه
یادو هېوادونو همدا راز ویلي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو لپاره به هڅه کوي او تر څنګ یې په هېواد کې له رامنځ ته شوي امنیت او پرمختګونو هرکلی کړی دی.
.دوی ویلي چې د بشري مرستو په برابرولو کې به هم له افغانستان سره همکاري کوي.
(2021 / 10 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان، چین، پاکستان او هند ترمنځ په مسکو کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې په دې غونډه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او متقابلو همکاریو خبرې شوې دي.
د بلخي په وینا درېواړو هېوادونو ژمنه کړې چې د افغانستان له نوي حکومت سره به خپل تعامل ته ادامه ورکوي او په اړینو برخو کې به همکاري کوي.