د اسلامی امارت مرستیال په کابل کښې مهم ملاقات

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د ریس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملګري ملتونو د استازې سره ملاقات کړې او مهمو مسلو ی ورسره خبرې کړي دي.
د ملګري ملتونو د ځانګړې استازې دیبورا لاینس د ژمې د راتلو نه وړاندې په افغانستان کښې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د اسلامی امارت مرستیال سره ټینګار وکړو او په دې خبره ی زور ورکړو چې په افغانستان کښې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره په شریکه کار کولو او همکارۍ ته اړتیا ده.
په دې موقع مولوی عبدالکبیر د ملګري ملتونو نه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د کنګل شوې پیسې ازادولو لپاره په امریکا فشاور واچواي چې دا پیسې افغانستان ته ورکړې شي. مولوی عبدالکبیر دا هم اوویل چې په افغانستان کښې به ښځو له حقونه د اسلامی شریعت په چوکاټ کښې ورکړي. د یادونې ده چې نن په رسنیو کښې داسې رپورټونه خپاره شوي وو چې په افغانستان کښې ملګري ملتونو خبردارۍ ورکړې دې چې په د افغانستان د نیمایی آبادې د سخت لوږې او فقر سره د مخ کیدو اندیښته نه دې او ددې انساني ناورین د مخنیوي لپاره باید چې په شریکه کار وکړي شي چې ددې انساني بحران مخه ونیول شي.
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره لیدلي.
په دې کتنه کې دیبورا لاینس د ژمي تر راتلو وړاندې د بشري ناورین مخنیوي لپاره پر بېړنیو اقداماتو ټینګار کړی۱/۳ pic.twitter.com/I6UAz5p3jS— RTA Pashto (@rtapashto) October 26, 2021






