په افغانستان کې د تریاکو په تولید کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی

0
101

د دې اعلامیې له مخې، د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ اوس هم له افغانستان څخه دی.

د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د خدمتونو د شورا مشر اندري خراپوف اعلان وکړ: د بېلابېلو کارپوهانو د اټکلونو له مخې، په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د ترياکو توليد ٨٠ سلنه کم شوى، د صنعتي نشه يي توکو توليد زيات شوى دى.

(2023 / 9 / 18   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسيې د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي مرکز د دغه هېواد د نړيوالې همغږۍ د مرکزي دفتر له غونډې وروسته اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ترياکو په توليد کې ٨٠ سلنه کموالى راغلى، خو په دغه هېواد کې د صنعتي نشه يي توکو توليد زيات شوى دى.

د دې اعلامیې له مخې، د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ اوس هم له افغانستان څخه دی.

اړوند موضوعات:

پوتزل: افغانستان اوس هم په نړۍ کې د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد دی

Leave a reply