د اسلام آباد هائي کورټ د سيفري کيس کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمين عمران خان د ضمانت درخواست په اړه وفاقي تحقيقاتي ادارې ايف آئي اے ته نوټس جاري کړے دے۔

0
69

باغی ټي وي رپورټ

د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د سيفران کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمېن د ضمانت درخواست اورېدنه وکړه۔

د عمران خان لخوا وکيل سلمان صفدر عدالت ته حاضر شو او د اورېدنې په مهال د پي ټي آئي چيئرمېن وکيلانو په وار وار د مقدمې اورېدنې غوښتنه وکړه.

چيف جسټس عامر فاروق ريمارکس ورکړو چې يو کړنلاره ده، د مقدمې فيصله به کيږي.

اسلام آباد هائي کورټ د پي ټي آئي چيئرمېن په ضمانت درخواست باندې ايف آئي اے ته نوټس جاري کړې او ترې جواب غوښتې دې۔

ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين د توشه خانه کيس کښي د دري کالو بند تيرولو نه پس په 5م اګست 2023ء د لاهور نه نيولي شوي وو او بيا اٹک جيل ته منتقل کړے شوي وو۔

وروستو ايف آئي اے هم د اګست په 19مه نيټه عمران خان د سيفر په کيس کښې ګرفتار کړے وو۔

د اسلام اباد هائي کورټ لخوا د توشه خانې په کيس کې د عدالتي محکمې د سزا معطل کولو باوجود د عمران خان خوشې کول ممکن نه وو ځکه چې د هغه خلاف د لادرکه شوؤ کيسونو مقدمه هم په عدالتونو کې روانه ده.

د پي ټي آئي د چيئرمېن خلاف د مقدمې اورېدنه د سيکرټ ايکټ لاندې قائمه شوې خصوصي عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين کوي.

Leave a reply