د ملي هوايي شرکت PIA په مهالویش کې د پام وړ ښه والی راغلی

0
91

باغی ټي وي رپورټ

د ملي هوايي شرکت PIA په مهالویش کې د پام وړ ښه والی راغلی او د تېرو ورځو په پرتله نن د PIA څلور الوتنې لغوه شوې او څو پروازونه ځنډول شوي دي.

د سول ایوی ایشن اتھارټی د شیډول مطابق د کراچي نه رحیم یار خان ته دوه اپ او ډاؤن پروازونه PK 582 او PK 583 منسوخ کړی شوي دي.

د دې نه علاوه د اسلام آباد نه ګلګت ته تلونکې دوه الوتنې PK 601 او PK 602 لغوه شوي دي.

د کراچۍ نه سکر پرواز PK 536 یو ساعت ځنډول شوی او د کراچۍ نه پېښور پرواز PK 350 به د مهالویش نه یو ساعت وړاندې ځي.

له ټورنټو څخه د الوتنې PK 784 روانیدل تر 3 ساعتونو ډیر ځنډول شوي ، دا الوتنه به اوس د 4 ساعتونو او 24 دقیقو په ځنډ سره کراچۍ ته ورسیږي.

د لاهور څخه جدې ته د پرواز پي کی 741 37 دقیقې ځنډیدلی او د لاهور څخه شارجه ته د PK 185 پرواز نیم ساعت ځنډیدلی و.

له جدې څخه سیالکوټ ته د PK 746 بې حده ځنډ سره مخ شو او د پېښور څخه العین ته PK 255 د 6 ساعتونو څخه ډیر ځنډول شوی و.

له اسلام اباد څخه دوبۍ ته د الوتنې PK 233 الوتنه 7 ساعته وځنډول شوه، پداسې حال کې چې د اسلام آباد څخه ابوظهبي ته د الوتنې PK 261 روانیدل 35 دقیقې وځنډول شول.

Leave a reply