راجه ریاض د ټکټ امید کولی شي خو چا ته د ټکټ ورکولو فیصله نه ده شوې او نه به کوم وفادار کارکونکی د ټکټ نه محرومیږي.

باغی ټي وي رپورټ
د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې په خبرو کښې د مسلم ليګ نون مشر طلال چوهدري وويل ولې راجه رياض په تير وخت کښې نوا شريف باندې د کرپشن تورونه لګولې ولې راجه رياض دې پخپله وضاحت ورکړي.
طلال چوهدري ویلي راجه ریاض په پارټۍ کې شاملیدو سره د خپلو تیرو بیانونو نه انکار کړی دی.
ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د اپوزيشن پخواني مشر راجه رياض په لندن کې د مسلم ليګ (ن) له مشر نواز شريف او صدر شهباز شريف سره تر ملاقات وروسته په مسلم ليګ (ن) کې شامل شو.
هغه وويل چې په راتلونکو څو ورځو کې به مهمې پرېکړې وشي، ما د ټاکنو نېټه د فبرورۍ په ١٥مه ټاکلې ده، ټاکنې به يوه اونۍ مخکې او يا وروسته تر سره شي.






