کاکړ: موږ د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو

0
154

کاکړ: موږ د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر د طالبانو حکومت سرپرست بللی او ویلي یې دي چې د دې ډلې حکومت مشروع نه دی.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د چین د نوي سفیر د استولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کاکړ وویل چې دا پرېکړه د یوه خپلواک او ازاد هېواد په توګه د بیجینګ خپله ده او دا مناسبه نه ده چې پر دې پرېکړه په سفارتي کچه تر پوښتنې لاندې راشي.

(2023 / 9 / 17    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

د پاکستان سرپرست صدراعظم وايي، که څه هم د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه د میز پر سر نه ده، خو پر افغانستان د دې ډلې د حاکمیت له امله له دوی سره د حکومت په کچه خبرې کېږي.

د پاکستان د لومړي وزیر سرپرست انور حق کاکړ د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۶ مه (۲۵ شنبه) د امریکا غږ له پوځي څانګې سره په یوه ځانګړې ټلویزیوني مرکه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو خبرې وکړې.

هغه وويل: “موږ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو موضوع نه څېړو، خو د کابل حکومت د طالبانو په لاس کې دی، ځکه له طالبانو سره د حکومت په کچه خبرې اترې هم کېږي.”

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر د طالبانو حکومت سرپرست بللی او ویلي یې دي چې د دې ډلې حکومت مشروع نه دی.

اړوند موضوعات:

سراج الدین حقاني: موږ له نړۍ سره مثبت تعامل کړی او غواړو یې، د رسمیت پیژندنې لپاره دې پلمې نه لټوي.

Leave a reply