د امریکا د سولې انسټیټیوټ: اسلامي امارت د ښځو د حقونو په اړه خپلو مکلفیتونو ته ژمن نه دی  

0
111

په راپور کې ویل شوي، چې اسلامي امارت د نجونو او ښځو له زده کړو او کار څخه منعه کړي، دا ثابته شوې چې د خپلو مکلفیتونو په پوره کولو کې ژمن نه دی.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي: «له شپږم ټولګي څخه د پورته افغان نجونو د ایستلو ۷۲۵ ورځې له ښوونځیو او ۲۶۵ ورځې له پوهنتونونو څخه د هغوی د ایستلو موده ده. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغان مېرمنې ژوند، زده کړو، کار، سفر، سپورت او بشردوستانه مرستو ته مساوي لاسرسی نه لري.

(2023 / 9 / 17   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسلامي امارت د واکمنۍ له لومړۍ ورځې راهیسې د ښځو د تعلیم او کار په ګډون د ګڼو مسلو پر سر د نړیوالې ټولنې او دوی ترمنځ اختلافات دوام لري.

په دې وروستیو کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یوه راپور کې د اسلامي امارت په وروستیو سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د واک د بېرته ترلاسه کولو پر مهال ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې اسلامي امارت د نجونو او ښځو له زده کړو او کار څخه منعه کړي، دا ثابته شوې چې د خپلو مکلفیتونو په پوره کولو کې ژمن نه دی.

اړوند موضوعات:

متقي: همدا چې افغانستان کې مېرمنو ته څوک پۀ بد نظر نشي کتلی، همدېته د ښځو حقوق وايي   

Leave a reply