پخواني وزيراعظم شهباز شريف د نيب ترميم په اړه د سپريم کورټ فيصله افسوسناکه بللې او وئيلي ئې دي چې عدالت د يو آمر لخوا جوړ قانون بحال کړے دے۔

0
155

باغی ټي وي رپورټ

لندن کې ميډيا سره خبرو کې شهباز شريف وويل دپاکستان تحريک انصاف مشر دخپل دورې په مهال خپلو پلويانو ته اين آر او ورکولو لپاره دوه ځله دنيب قانون کې بدلون راوستى دى.

ده ووئيل چې کله عمران خان د صدارتي فرمان په ذريعه خپلو ملګرو ته د اين آر او ورکولو لپاره د نيب قوانين بدل کړل نو هغه وخت بنديال چرته وو؟ ولې په هغه وخت کې دوی دا ډول عمل ونه کړ؟ دا آرډیننس د څلورو میاشتو لپاره و او د عمران خان سپانسرانو ترې ګټه پورته کړه، چې د نیب نیازي د لاس وهنې یوه ښه بیلګه ده.

د خپلو خبرو په مهال پخواني وزيراعظم وويل د مسلم ليګ (ن) قانوني ډلې نواز شريف ته پاکستان ته د ستنېدو منظوري ورکړې ده، د هغه هېواد ته د ستنېدو په لاره کې کوم قانوني مشکل نشته.

شهباز شريف زياته کړه چې نوازشريف په خپلو کيسونو کې د نېب ترمېنځ نه کار اخستې نو هغه به د اکتوبر په ٢١مه پاکستان ته ځي.

ياده دې وي چې په لندن کې د مسلم ليګ (ن) د مشرانو په مهمه غونډه کې د پاکستان مسلم ليګ (ن) قانوني ډلې نواز شريف ته پاکستان ته د ستنېدو هوډ ورکړ.

حقوقي ډله وايي، نواز شریف پاکستان ته د ستنېدو په قضیه کې له کومې قانوني ستونزې سره مخامخ نه دی.

دسرچينو ترمخه دمسلم ليگ(ن) قانوني ډلې پاکستان ته د نوازشريف دراتگ لپاره ايکشن پلان تيار کړى دى.

ياده دي وي چي پخوانى وزيراعظم نوازشريف به د اکتوبر په 21 نيټه پاکستان ته واپس راځي او وئيلي شوي دي چي مسلم ليګ ن به د هغه تود هرکلي کوي۔

Leave a reply