دکتور اسامه عزیز د کابل پوهنتون رئیس وټاکل شو
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2021/10/IMG-20211026-WA0016.jpg)
د لوړو زده کړو وزارت دکتور اسامه عزیز د کابل پوهنتون د نوي رئیس په توګه ټاکلی دی.
لوړو زده کړو وزارت یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته وویل چې دکتور اسامه عزیز به نن-سبا کې کابل ریاست ته معرفي شي.
دکتور اسامه عزیز د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی او د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو او قانون له پوهنځي يې لسانس کړی دی. هغه د همدې پوهنتون څخه په اسلامي تجارتي قوانینو کې ماستري او په فقه و قانون کې دکتورا کړې ده.
ښاغلی اسامه څو کاله په اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون سربېره د الفجر انستیتوت په حقوقو پوهنځي کې هم استادي کړې ده.
تر دې وړاندې محمد اشرف غیرت د کابل پوهنتون سرپرست رئیس و.