د قامي ائير لائن پي آئي اے شيډول نورمال نه شوے چې له وجې نن هم لس پروازونه منسوخ شوي دي۔
باغي ټی وی رپورټ
د هوايي چلند سرچينې وايي، د ملي هوايي شرکت د لسو الوتنو مهالوېش بدل شوى او د ډېرو نورو الوتنو ځنډېدلى دى.
دسرچينو ترمخه دکراچۍ څخه تربت ته تلونکې دوه الوتنې PK 501 او PK 502 لغوه شوي دي.
د دې نه علاوه د لاهور نه 2 اپ او ڈاون پروازونه PK 302 او PK 303، د کراچۍ نه اسلام آباد او د واپسۍ پروازونه PK 368 او 369، د کراچۍ نه سکر او سکر نه کراچۍ ته 2 الوتنې PK 336 او PK 337، د کراچۍ نه د فیصل آباد پرواز PK 340 او د فیصل آباد نه کراچۍ پی کی 341 هم منسوخ کړی شوی دی.
سرچينې وائي داسلام اباد څخه جدې ته دپي آئي اے پرواز پي کى ٧٤١ دڅلور څلويښتو ساعتو لپاره ځنډيدلى اؤ داسلام اباد څخه ګلګت ته دپي کى ٦٠١ پرواز هم ځنډول شوى دى.
د اسلام آباد نه کراچۍ ته پي کی 301 2.5 ساعته او پي کے 725 د لاهور نه رياض ته 3 ساعته ځنډيدلې او پي کے 605 د اسلام آباد نه ګلګت ته د ټاکلي وخت نه 50 دقيقې مخکې روان وو.
له اسلام اباد څخه کوټې ته د الوتنې PK325 یو ساعت او 20 دقیقې، له اسلام اباد څخه تربت ته د الوتنې PK509 یو نیم ساعت او له کراچۍ څخه کوټې ته د الوتنې PK310 دوه ساعته ځنډیدلې دي. دسرچينو ترمخه اسلام اباد ته دپي کۍ 300 پرواز دوه نيم ساعته ځنډيدلى، دملتان څخه القاسم ته دپي کى 168 پرواز اؤ دوبۍ ته دپي کى 221 پرواز دوه نيم ساعته ځنډيدلى دى.
ټاکل شوې وه چې د پي آی اې پرواز پي کی ۷۳۹ له ملتان څخه تېره شپه ۱۲ بجې جدې ته روان شي، خو الوتکه د عمرې زیارت کوونکو د احرام په اغوستو د جدې هوايي ډګر ته نه ده تللې.