پيپلز ګوند وايي، د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف هېواد ته د ستنېدو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي او زندان ته به ولاړ شي.

0
158

باغي ټی وی رپورټ

پيپلز پارټۍ چې تر تيرې مياشتې پورې د مسلم ليګ (ن) حکومتي اتحادي وه، واضحه کړې ده چې کله نواز شريف راتلونکې مياشت هيواد ته راستون شي نو پيپلز پارټۍ به د هغه هرکلي ته حاضر نه وي.

د قومي اسمبلۍ پخواني ډپټي سپيکر او د پيپلز پارټۍ مرکزي اطلاعاتو سيکرټري فيصل کريم کنډي په يو مرکه کښې وئيلي دي چې د نواز شريف واپسي هرکلے کوي او مسلم ليګ (ن) ته يې مبارکي ورکوي۔

هغه وویل کله چې نواز شریف د پاکستان په خاوره کې قدم ووهي نو مونږ به د هغه هرکلي ته حاضر نه شو ځکه چې هغه زمونږ مشر نه دی.

فیصل کریم کنډي ویلي د مسلم لیګ (ن) سره اتحاد د لنډې مودې لپاره و ځکه چې مونږ د شهباز شریف په حکومت کې برخه لرله، د حکومت ختمیدو سره دا اتحاد هم ختم شو.

فیصل کریم کنډي یادونه وکړه چې پیپلز ګوند د PDM برخه نه وه.

Leave a reply