چین وايي طالبان د امنیت راوړلو برخه کې ښې لاسته راوړنې لري 

0
169

چین وايي طالبان د امنیت راوړلو برخه کې ښې لاسته راوړنې لري 

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يې ویلي، چې طالبانو په تېرو دوه مياشتو کې د حکومتولۍ او امنيت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم ویلي، د چین بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې د دوی له حکومت د ملاټر ډاډ هم ورکړی دی.

 

(2021 / 10 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چین بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني بردار سره لیدلي او پر اقتصادي او سیاسي مسایلو یې ورسره خبرې کړي دي.

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يې ویلي، چې طالبانو په تېرو دوه مياشتو کې د حکومتولۍ او امنيت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم ویلي، د چین بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې د دوی له حکومت د ملاټر ډاډ هم ورکړی دی.

اړوند موضوعات: 

چین افغانستان ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی 

چینایي لوري په افغانستان کې د بشري مرستو په دوام خبرې وکړي او ژمنه یې وکړه چې هېواد او خلک به یې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.

د طالبانو لومړي وزیر مرستیال ملا برادر هم د چین له ژمنو مننې ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

ملا عبدالغني برادر د تېرو څو ورځې راهیسې په قطر کې دی او د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یې په نړیواله کچه لابي ګري روانه کړې ده.

طالبانو د روان کال اګسټ میاشتې په ۱۵ مه کابل ونیوه، خو لا هم د کوم هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

Leave a reply