د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف د پاك فضائيه مشر ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سره ملاقات وكړو او د شريكې خوښې په چارو او د سيمه ايزو پرمختګونو پشمول يې په بېلا بېلو چارو خبرې وكړې۔

0
95

باغي ټی وی رپورټ

د ملاقات په مهال د پاكستان د هوائي ځواك مشر د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه ملګرتيا په تېره بيا د تربيت او دفاعي فضائي چارو په څانګه كښې د لا زياتې مرستې كولو عزم څرګند كړو۔

د پاکستان د هوايي ځواک مشر د دواړو هېوادونو ترمنځ تاريخي دوستانه اړيکو ته په اشارې سره وويل، چې د پاکستان او آذربايجان ترمنځ اړيکې په متقابلو تجربو، دوامداره مذهبي، کلتوري او تاريخي بنسټونو ولاړې دي.

ائیر چیف مارشل وویل چې دغه اړیکې د سیمې د سولې، امنیت او ثبات په ټولو چارو کې د همغږۍ پر بنسټ ولاړې دي.

د ملاقات په مهال د آذربائيجان سفير د پاكستان هوائي پوځ لخوا د فضائيه ټولو څانګو سره په نړيوال فضائي مشقونو كښې د خپلې ژورې لېوالتيا څرګندونه وكړه۔

Leave a reply