چین د نړۍ لومړنې هیواد شو چې په افغانستان کښې ی خپل سفیر وټاکل

فایل فوټو: فوټو کریډټ: اې ایف پي
نصیب شاه شینواري
په نړۍ کښې چین هغه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو د عبوري حکومت ته یې په افغانستان کې خپل سفیر ور پیژندلې او ور استولې دې.
د افغان ميډيا له مخې د طالبانو مرستيال وياند بلال كريمي وئيلي دي چې د چين سفير ژاؤ شينګ خپل سفارتي باورليك وزيراعظم ملا حسن اخند ته وړاندې كړو۔
هغه وويل او زیاته ی کړه چې د افغانستان لومړي وزير ملا حسن اخند په يو لړ ديپلوماتيکو مراسمو کې د چين د سفير باور ليک قبول کړو.
له بلې خوا په چین کې د افغان سفیر د ټاکلو په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د چین د سفیر ټاکل یو عادي ګام دی او د سفیر د ټاکلو موخه یې د افغانستان لپاره د چین د سفیر ټاکل کېدل د چین او افغانستان خبرې اترې ، اړیکې او همکارۍ ته وده ورکول دي.
۱/۸ــ محترم رئیس الوزرا د چین د نوي سفیر باورلیک ومانه
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملامحمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر ښاغلي جاو شینګ باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه. pic.twitter.com/PZDsw4k9d9— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) September 13, 2023
دا خبره مهمه ده او باید یادونه وشي چې په افغانستان کې د طالبانو د موقت حکومت له جوړېدو راهیسې د کوم هېواد لومړی سفیر په افغانستان کښې ټاکل کېږي.
دا خبره د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو لهخوا د افغانستان واک تر لاسه کولو وروسته هېڅ هېواد هم ترواسه افغانستان په رسمیت نهدی پېژندلې.

د چین نوې سفیر، فوټو، ذبیح الله مجاهد
د جیو نیوز یو راپور ترمخه په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت او چین ترمنځ د ۲۵ کلن اقتصادي تړون هم لاسلیک شوې دې.
دا په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو راهیسې له کومې بهرنۍ کمپنۍ سره د افغانستان لومړی قرارداد دې چې د اسلامي امارت حکومتي چارواکي ی لاسلیک کوي.
د امریکايي نشراتي ادارې د راپور له مخې دغه تړون د طالبانو د حکومت او د چین د نفتي موادو(پیټرولیم) چاینا نیشنل پیټرولیم کارپوریشن یوې کپنۍ تر منځ لاسلیک شو.
د راپور مطابق د هوکړې پر مهال د طالبانو مرستیال لومړی وزیر ملا عبدالغني برادر او په افغانستان کښې د چین سفیر وانګ یو هم موجود وو.
ملا برادر په دې موقع وویل چې دغه تړون به د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره مهم رول ولوبوي.
د چین سفیر په دې موقع ویلي وو چې دغه ۲۵ کلن تړون به له افغانستان سره په خپل ځان انحصار کولو لپاره مرسته وکړي او دې لپاره به لاره هواره کړي.
…………………………..






