د پاکستان نړیوال هوایی شرکت (PIA) د فنډونو له سخت کمښت سره مخ دی چې د الوتنې عملیات اغیزمن کوي.
باغی ټی وی رپورټ
د سرچينو ترمخه پي آئي اے دخپلو الوتکو لپاره دپاکستان رياست تېل (PSO) څخه دتيلو په اخستلو کې له ستونزو سره مخ ده په داسې حال کې چې دکراچۍ څخه فيصل اباد، اسلام اباد اؤ لاهور ته دوه طرفه پروازونه دفنډونو دکمي له امله منسوخ کړل شوي دي.
سرچينې وائي دکراچۍ څخه تربت، بهاولپور اؤ سکهر ته پروازونه هم لغوه کړل شوي دي اؤ دکراچۍ څخه بهر مسقط ته دوه اړخيزه پروازونه هم منسوخ کړل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د فنډونو د کمښت له امله د PIA ټولو کارکوونکو ته تنخواګانې نه شي ورکولاى، چې له امله يې پي اى اې له حکومته د فوري فنډونو د ورکړې غوښتنه کړې ده.
د پي آئي اے وياند ترمخه انتظاميه د خزانې وزارت سره هم په رابطه کښې ده او د فنډونو په ترلاسه کولو سره به د ملازمينو تنخواګاني ورکولې شي۔