د قبایلي برېښنا شرکت د ۱۵ کورونو د برېښنا غیر قانوني کنکشنونه پرې کړل.

0
197

باغی ټی وی رپورټ

د ټيسکو ترمخه ضم شوي قبائلي ضلعو کښي د بجلئ چور خلاف کاروائي روانه ده او په دي لړ کښي ټاسک فورس د پنځلس کورونو غيرقانوني کنکشنونه منقطع کړي دي۔

د ټيسکو چارواکو ويلي چې په باجوړ کې د ۵ کسانو او په ناوې کې د ۳ کسانو په ضد د بجلۍ غلا مقدمه درج شوې ده، په ملاګوري کې د ۴ کسانو، جنډولا کې ۲ او په ميرانشاه کې د يو کس په ضد د بجلۍ غلا کېس درج کړی شوی دی. .

د چارواکو وینا ده چې صارفینو ته د ۷۶ زره روپو بلونه هم جاري کړي شوي دي، دې نه علاوه د بجلئ غلا په تور د ۱۵ زره یونټونو د معلومولو بلونه هم جاري کړي شوي دي.

Leave a reply