د حکومت په هداياتو د ډالر د قاچاق او ذخيره کولو په ضد د انتظامي او امنيتي ادارو د اقداماتو وروستو د روپۍ ارزښت په پرله پسې توګه ښه شوی دی.

0
75

باغی ټي وی رپورټ

پرون د کاروباری اونۍ په پیل کې انټربینک ایکسچینج کې د یو ډالر بیه د یو روپۍ ۷۹ پیسو په کمی سره په ۳۰۱ روپۍ ۱۶ پیسو بنده شوه.

نن د سه شنبې په ورځ د سوداگرۍ په پيل کې د ډالر د ارزښت د ټيټوالي لړۍ دوام لري او ډالر د يو روپۍ او ٤١ پيسو په مقابل کې گران شوي دي.

د انټربینک کاروبار په مهال، ډالر د 300 روپو څخه 299 روپۍ 75 پیسو ته راټیټ شو.

دا مهال په انټربینک بازار کې ډالر په تېرو ۲۰ ورځو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

بل خوا په ازاد بازار کې د ډالر ارزښت په داسې حال کې راټيټېدو ته دوام ورکوي، چې پرون د ډالر بيه له ٤ کلدارو ٣٠٠ کلدارو ته راټيټه شوه.

په ازاد بازار کې د برتانوي پاونډ بیه په ۳۷۰ روپۍ، یورو په ۳۱۶ روپۍ، د سعودي ریال په ۷۹ روپۍ او د اماراتو درهم په ۸۲ روپۍ ده.

Leave a reply