حکومت په ټول هېواد کې د برېښنا وېشونکو شرکتونو د بورډ آف ډائريکټرېز بدلون پرېکړه کړې ده.

باغی ټي وی رپورټ
د انرژۍ وزارت د سرچینو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د برېښنا په شرکتونو کې تخنیکي، وړ او غیر سیاسي کسان شامل شي.
سرچينې وايي چې په دې لړ کې به د وېش شرکتونو او NTDC نوي بورډونه جوړ شي.
په تیرو وختونو کې، د بریښنا د ویشلو شرکتونو بورډونو کې سیاسي او مشهور شخصیتونه شامل وو، پداسې حال کې چې د بورډ ډیری غړي غیر تخنیکي او سیاسي سابقه لري.
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د برېښنا د بحران د پاى ته رسولو په موخه د برېښنا د غلا پر وړاندې پراخ عمليات روان دي.
تيره ورځ د پاور ډويژن سيکرټري رشيد لنګريال انکشاف کړے وو چي د بجلئ غلا په ضد کاروائي دوران ئي د اته کروړه يونټ بجلي چور ګرفتار کړي دي۔






