د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان اکاونټ کښې ۷۹ زره روپۍ جمع شوي دي چې په اٹک جيل کښې ورته د ملک چرګ ورکولې شي۔

0
185

باغی ټي وی رپورټ

باوري سرچینو ‘جنګ’ ته ویلي چې په زندان کې د بندیانو په توګه د عمران خان اکاونټ کې ۵۰ زره او ۲۹ زره روپۍ جمع شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د زندان چارواکو څو ورځې وړاندې له عمران خان سره د خوراکي توکو مينو ټاکلى و.

چيئرمېن پي ټي آئي ته ووئيل چې دوي ته بايد د ناشتې لپاره دوه هګۍ، ډوډۍ او قهوه او د ماسپښين او شپې له ډوډۍ سره بېلابېل دالونه او سبزيجات ورکړل شي.

سرچينې وائي چې عمران خان وئيلي دي چې هغه ورځ به چې هغه وغواړي هغه ته به چرګ د خوراک لپاره ورکړل شي.

سرچينې وائي چې زندانيانو ته په هفته کې 4 ورځې چرګ ورکول کيږي خو دپي ټي ائي چيئرمين دبرائلر چرګ ورکولو څخه منع کړى دى.

دسرچينو ترمخه عمران خان ته په تيرو 15 ورځو کې دوه ځله دسي چرګ ورکړل شوي چې دهغه داکاؤنټ څخه 8 زره څخه زياتې روپۍ اخستل شوي دي.

Leave a reply