نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د پاکستان د باني قائداعظم محمد علي جناح د 75م تلين په موقع په جاري شوي يو پيغام کې وئيلي دي چې د قائداعظم د قيادت نه بغير د پاکستان د بقاء خوب وي۔ د مسلمانانو لپاره یو خپلواک دولت به هیڅکله درک نه شي.

0
84

باغي ټي وي رپورټ

نگران وزيراعظم وويل پاکستان دا مهال له يو مشکل دور څخه تير دى، مونږ ته پکار ده چې اختلافات ختم کړو او د پاکستان د پرمختګ لپاره شپه او ورځ په ګډه کار وکړو.

ده ووئيل د قائداعظم ژوند د اصولو، آئيني مبارزې، ايمان، اتحاد او تنظيم يو عملي مثال ؤ، د قائداعظم په پاكستان كښې هيچا ته په لساني، طبقاتي، مذهبي او عددي بنيادونو برتري نشته۔

نگران وزيراعظم ووئيل د پاكستان آئين په حقيقت كښې د قائداعظم د 14 نقاطو څرګندونه كوي، راځئ چې خپل عزم تازه كړو چې په اتحاد، تنظيم او عزم سره مخ په وړاندې روان شو۔

Leave a reply