د برتانیې د پارلمان غړی افضل خان د کارګر ګوند له خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ټاکل شوی دی.

باغي ټي وي رپورټ
په مانچسټر کې د عراق، ترکيې او پاکستان د قونصل جنرل او تجارتي اتاشې سره په يو خبري کانفرنس کې افضل خان وويل چې د برتانيې د اقتصادي حالاتو د ښه کولو لپاره په بيړني ډول گامونو ته اړتيا ده.
په دې موقع د عراق قونصل جنرل هيله څرګنده كړه چې افضل خان به د مسلمانو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي اړيكو ښه كولو لپاره ګامونه پورته كړي۔
د تركيې قونصل جنرل وويل د مسلمانو هېوادونو او برطانيې ترمېنځه د ازادې تجارت لپاره اقدامات ضروري دي۔
د پاکستان قونسل جنرال وويل چې د بريتانيا او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ د حجم د ښه والي او زياتوالي لپاره به همکاري دوام ولري.






