د کراچۍ پولیسو په ښار کې د غیرقانوني افغان اتباعو پرضد د عملیاتو په ترڅ کې له بیلابیلو سیمو څخه ۱۲۱ کسان نیولي دي.

0
65

باغي ټي وي رپورټ

د کراچۍ د پولیسو په وینا د کورنګي له بېلابېلو سیمو ۴۵ افغانان، ۱۸ له ختیځې ولسوالۍ، ۳۴ له غربي ولسوالۍ، ۱۴ له ملیر ولسوالۍ او د ښار پولیسو ۹ افغانان نیولي دي.

پوليس وايي په ناقانونه توګه ميشتو افغانانو په ضد دکارروائيو په لړ کې په تيرو ٢٤ؤ ساعتو کې د١٢١ افغانانو په ضد دبهرنيو قانون لاندې مقدمې درج کړل شوي دي.

پولیس وايي چې د افغان اوسيدونکو په منځ کې د مشکوکو کسانو جنايي ريکارډونه هم تر لاسه کوي.

بل اړخ ته رينجرز هم په حب چيک پوسټ د غيرقانوني مهاجرينو په ضد کاروائي دوران 41 کسان نيولي دي۔

د رينجرز وياند ترمخه په نيول شوؤ کسانو کې 25ؤ افغاني شناختي کارډونه ختم شوي او 16ؤ کسانو د شناختي کارډونه نه دي وړاندې کړي.

Leave a reply