په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د موقت وزیر ادعا

0
166

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د موقت وزیر ادعا

د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي: “دا د افغان حکومت مسوولیت دی چې په پاکستان کې د دوی له خاورې د برید مخه ونیسي.”

له همدې امله موږ له افغان حکومت څخه هیله لرو چې ټول یاغی عناصر، که هغه د TTP یا کومې بلې ډلې سره تړاو ولري، وځپي. اصلي خبره دا ده چې دوی له افغانستانه عملیات کوي او ترهګري پېښې په پاکستان کې دننه کېږي. خو اسلامي امارت په افغانستان کې سولې او امنیت ته په اشارې سره وايي چې له افغانستان څخه هیڅ هیواد ته ګواښ نشته.

 

(2023  / 9 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د پاکستان تمه دا ده چې په افغانستان کې د TTP په ګډون د تروریستي ډلو د عناصرو مخه ونیسي. جلیل عباس جیلاني په یوه خبري غونډه کې وویل چې په پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر ته یې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو د وسله والو د برید په اړه خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي: “دا د افغان حکومت مسوولیت دی چې په پاکستان کې د دوی له خاورې د برید مخه ونیسي.”

له همدې امله موږ له افغان حکومت څخه هیله لرو چې ټول یاغی عناصر، که هغه د TTP یا کومې بلې ډلې سره تړاو ولري، وځپي. اصلي خبره دا ده چې دوی له افغانستانه عملیات کوي او ترهګري پېښې په پاکستان کې دننه کېږي.

اړوند موضوعات:

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ځانګړي خواړه په ختمیدو دي

خو اسلامي امارت په افغانستان کې سولې او امنیت ته په اشارې سره وايي چې له افغانستان څخه هیڅ هیواد ته ګواښ نشته.

Leave a reply