اسلامی امارت مشرانو نوي امنیه قوماندانان ټاکلي

0
197

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د اسلامی امارت مشرانو په بیلا بیلو ولایتونو ولسوالیو کښې نوي امنیه قوماندان ټاکلي دي، څو ورځې وړاندې د د افغانستان مختلفو سیمو نه داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د اسلامی امارت د راتلو نه پس د جنایی جرمونوپیښې ډیرې کمې شوي دي.

د اسلامی ریاست د خوست ولایت مسوولینو ددې ولایت اړوند سیمو لپاره مسولینو او نور یو شمیر نوي د امنیه قوماندانان ټاکل دي او دې مسولینو او اهلکار خپل دفترونو کښې کار پیل کړې دې.
د باختر خبري آژانس یو رپورټ مطابق د افغانستان اسلامی امارت مشرانو د خوست سیمو باک، ځاځي میدان او صبریو ولسوالیو لپاره ولسوالان مقرر کړي دي.
د رپورټ مطابق د علیشېر، تیریزايي، صبریو، باک او ځاځي میدان د علاقو ولسواليو لپاره ی نوي امنیه قوماندانان هم ټاکلي دي، نوي ټاکل شوو ولسوالانو او مسولینو په دفترونو کښې کار پیل کړي دې.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې په تورخم پوله د افغان سوداګرو د پاکستاني چارواکو سره په یوه غونډه کښې دا خبره کړې وه چې د اسلامی امارت حکومت چې کله نه هم افغانستان کښې راغلې دې نو دوی ته ویلي دي چې د رشوت اخستلو او ورکولو نه ډډه وکړي، د افغان سوداګر په پلاوي کښې یو غړي دا اوویل چې طالبانو اوویل چې نه د اسلامی امارت مشرانو او اهلکار رشوت اخلي او نه نور خلق او دولتي چارواکو ته اجازت ورکوي چې دوی رشوت واخلي.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې د افغانستان د بیلا بیلو سیمو نه داسې خبرونه خپاره شوي ووچې د اسلامی امارت د حکومت پیل کیدو سره په دې سیمو کښې د بدو پيښو لکه انسان تښتونه او د غلا په شان پیښو کښې کمې راغلې دې.

Leave a reply