چین او افغانستان پر ګډو مسائلو خبرې کوي

0
48

ټاکل شوې ده چې راتلونکي اونۍ د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیران د سوداګرۍ په ګډون یو لړ مسائلو باندې دوه ورځني مذاکرات ترسره کړي.

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو ټویټ کې ویلي، چې افغان او چینايي لوړ پوړي چارواکي به په دغو دوو ورځو کې مهمې ناستې ولري.

 

نوموړی زیاتوي، په دغو ناستو کې به دواړه لوري پر دیپلوماتیکو اړیکو، سیمه ییزې سوداګرۍ او پیوستون او د سیمې امنیت، مشترکو فرصتونو او ننګونو تفصیلي خبرې وکړي.

 

که څه هم نوموړي ددې ناستو د ځای او نیټې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو اسیوشیټیډ پریس خبري آژانس د راپور له مخې دا خبرې نن د دوشنبې او سبا د سه شنبې په ورځ د قطر هېواد پلازمینې دوحه کې ترسره کیږي.

 

په خبرو کې به د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء د مرستیال ملا عبدالغني برادر او بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په ګډون لوړ پوړي هیئت او د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» په مشرۍ چینايي پلاوی ګډون کوي.

 

په افغانستان کې د پخواني رژیم له سقوط وروسته دا لومړی ځل دی چې په دومره لوړه کچه افغان او چینایي چارواکي لیدنه او مذاکرات ترسره کوي.

Leave a reply