د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ادعا کړې چې د دوی د ګوند مشر عثمان ډار تښتول شوی او په زوره ورک شوی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شوي دي چي عثمان ډار د کراچي د ملير سيمي نه نامعلومه کسانو اغوا کړے دے۔
بيان کښې غوښتنه شوې چې د پي ټي آئي مشرانو د جبري گمشلو نوې سلسله شروع شوې ده، عثمان ډار دې برآمد او بااختيار عدالت ته وړاندې کړے شي۔
تحریک انصاف ویلي، چې لومړی عون عباس بپي، بیا صداقت عباسي او اوس عثمان ډار تښتول شوي، د ګوند د ځپلو دغه نوې تګلاره به هم د تېرو تاکتیکونو په څېر ناکامه شي.






